افواهات خپرول داسلام له نظره
الجـــــــهاد فی سبیل الله
افواهات خپرول داسلام له نظره
ساعت 16:24 | بازدید : 1256 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

افواه یاشایعه دهغه خبر اوپیښي خپرولو ته وايي چې کوم اساس او بنسټ ونلري ، خو له یوه کس نه بل ته په داسې ډول خپره کړي او نقل کړل شي چې په پایله کې عمومي اذهان په جمود او تحریف کې وغورځوي اولوی کړاونه ترې راوټوکیږي .

ډیروخت یوشمیر فرصت طلبه او کم فکره خلک وړوکي خبره لویوي ، دخبري اصلي ماهیت ته تغیرورکوي اویاپه دروغو ولاړ خبرته داسې رنګ اوشکل ورکړي چې عام ذهنیت یې منلو ته پرته له کوم تحقیق او پوښتنې تیاریږي اوباور ورباندي کوي.

اوس پوښتنه داده چې ولې دغسي افواوي او شایعي دخلکو په منځ کې په ډیرې اسانی سره نشریږي او ځای نیسي ؟ ځواب دادی چې یو خو ټولنه دعلمي موازینو له کمښت سره مخ وي ، بل داچې دهغوخلکو چې صرف حقایق خپاره کړي او دټولني ټول مصالح اوجوانب په نظر کې ولري دبې بندوبارواوبې سنجشه خلکوپه نسبت ډیرکم دي ، نو طبعي ده چې دروغجن او شایعه خورونکي خلک له دغسې یوې خلا څخه استفاده کوي دمستندو خبرو اوپیښو پرځای جعلي او بې بنسټه حکایتونه او خبري زیات نشروي او دغه ناترسه خویونه او عادات ددې

موجب ګرځي چې دمسلمانانو ترمنځ بې باوری ، تشطت او آن دښمنی منځ ته راوړي .

په ابتداکې معمولا شایعات ډیرواړه اوناچیزه وي خوچې سلسله په سلسله یوبل ته نقل شي اټکلونه او بې ځایه ګمانونه هم ورسره ملګري اوبالاخره ترینه دجعلي توب او درواغو لوی انبار جوړشي تور په سپین او سپین په تور اړوي .

انساني تکوین اوجوړښت هم په داسې ډول راغلی چې عجایب او غرایب ورته اهمیت لري اوکومه نادره پیښه او خبره چې واوري ډیرژ ورته متوجه کیږي اوغوږ ورته ږدي او هغه څوک چې دافواهاتو اوشایعو په نشراواشاعت کې تبحر او مهارت لري ، زیاته علاقه لري چې په خپل همدغه ناوړه عمل سره ځان شهرت ته ورسوي چې فلانی دومره باخبره کس دی چې له هرې پیښي او خبري څخه خبریږي ، خو دوی هیڅکله هم په حقیقت کې باخبره او له شهرت څخه برخمن کسان ندي ،بلکې دالهي شریعت په وړاندې سخت بې ارزښته او دتحقیروړبلل شوي .

دافواهاتو ډولونه :

1- دداسې خبري نشر چې هیڅ حقیقت ونلري.

2- دداسې یوې خبري نشر چې صرف یو جزئی سم اونور تحریف شوي وي.

3- دداسې خبر نشر چې واقیعیت ولري خو مبالغه امیزه ټکي ورسره ټومبل شوي وي

دتاریخ په اوږدو کې دشایعاتوبیلګي :

1- دافک پیښه

داسلام په تاریخ کې نوموړي پیښه ډیره دردونکي وه ، چې ځینو تور زړو دحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په اهل بیت ( عایشه صدیقه ( رض ) په حق کې افترا وتړله اویوشمیر مسلمانانو دعدم تحقیق له وجې دهغه تایدوکړ، خو الله تعالی په خپل محبوب پیغمبرصلی الله علیه وسلم او دهغه په نازولي میرمن او دمسلمانانو په مور ( عایشه صدیقه رض ) باندي لوی مرحمت وکړ اودالهي فرمان او مبارکو ایاتونو په زریعه یې دحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په زړه دملهم پټی کیښوده او خپري شوي افواوي یې په نطفه کې خنثی او شنډي وګرځولې اوالله تعالی دخپل الهي کلام اووحی په زریعه د( النور ) په سورت کې دلسوایتونه په زریعه دعایشه صدیقه رضی الله تعالی عنها صفايی وکړه .

2- دمکي دکفارو شایعي

ابن هشام له ابن اسحاق څخه نقل کوي چې دمسلمانانو یوې ډلې حبشي ته لدې امله هجرت کړی وو چې دمکي دمشرکینو له تیرو او اذیت څخه په امان پاتي شي ، دوی چې ډیروخت له خپل اصلي ټاټوبي لیري پاتي شوی وو او په حبشي کې یې زړونه تنګ وو ، هغوی ته داشایعه اوافوا ورسیده چې ګواکي دمکي مشرکین مسلمانان شوي ، دوی پرته لدې چې په دې خبرکې تحقیق وکړي ، سمدلاسه دمکي په لور راروان شول او دسفر په سختیو ګاللو یې ځانونه دمکي تردروازو راورسول ، کله چې هلته راورسیدل موضوع برعکس وه اوپه هغه وخت کې دمشرکینو داپریکړه وه چې یابه ځان کوم سرکرده مشرک ته سپاري ، یابه مکي اوخپلو کورونو ته دمشرکینو له سترګو پټ داخلیږي ؛ چې دادواړه کاره مسلمانانو ته ګران وو ، مطلب داچې یوې بې بنسټه شایعي چې حقیقت یې نه لاره آن له حبشي څخه مسلمانان مکي ته په یو عالم کړاوونو زغملو راورسول .

له افواهاتو ځان ژغورنه :

ډیر نیک خلک هم چې دخبري عمق او دقت ته نګوري اونه هم پلټنه کوي په خوش باوري باندي خبري نقلوي او همدغه شایعه بیا دهمدغه نیک کس په حواله په ټولنه اودخلکو ترمنځ په سرعت خوریږي اوترڅو چې دموضوع اصلي ماهیت رابرسیره کیږي هغه دچا خبره لاس له لاسه وتلی وي اولویه بربادي یې رامنځته کړي وي

داسلام مقدس دین مونږ ته درس راکوي چې دخبري په محض اوریدو سره پرته لدې چې صدق اوکذب یې معلوم کړل شي ، ژرباید خپره او نشر نشي ، حضرت مغیره بن شعبه رض ، روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

انّ الله حرّم علیکم عقوق الأمّهات و وأد البنات و منعاً وهات و کرّه لکم قیل و قال و کثرة السؤال و إضاعة المال»[۱]

یعني الله تعالی دموراوپلارنافرماني ، دلوریانووژل اودنوروپه حق خیټه اچول اودهغه څه چې مستحق نه یی غوښتل اومطالبه دایې پرتاسي حرام ګرځولي اوبد یې ګڼلي چې ( شایعي اوافواوي ) خوري کړی اودنورو خلکوپه خبرواوکارونوکې مداخله وکړی ، مال بې ځایه مصرف او ضایع کړی او ( بې ځایه پوښتني ) کوي هم له نالایقوکارونو څخه دی

حضرت ابوهریره رض ، روایت کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل : «کفی بالمرء إثماً أن یحدّث بکلّ ما سمع»[۲] په بل روایت کې «کفی بالمرء کذباً أن یحدّث بکلّ ما سمع» یعني داچې یو څوک دیوه مطلب په محض اوریدوسره دهغه خورولو ته مټي بډوهي ( تحقیق نکوي ) دغه کس ددروغجنو په کتار کې راځي ، یعني ګنهګاریږي

عبدالله بن وهب ( رح ) وايي چې ماته امام مالک ( رح ) وویل : چې پوه او اګاه اوسه چې هرهغه کس چې دخبري له اوریدوسره سم دهغې په نشر لاس پورې کوي هغه به له ( خطااولغزش ) څخه په امان پاتي نشي اوترڅو چې په دغه عادت مبتلاوي دامامت او مشری لایق او وړنشي ګرځیدلای . .

عبدالرحمن بن یمان (رض) روایت کوي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : «بئس مطیّة الرّجل زعموا»[۳] زیاته بده ده چې یوڅوک دیوې خبري په نقل اوروایت کې په ګمان او اټکل باندي استنادوکړي. خطابی د«زعموا»[۴] په تشریح کې وايي چې عرب دزعمو داسې تشریح کوي چې هغه خبره نه (مستند اومتیقنه نه وي ) یعني صرف په اوریدولو اکتفاوکړي .

امام ابوحاتم بن حبان (رحمه الله)وايي : ژبه دیوه خطرناک درنده مثال لري چې که کنترول یې کړي په امان به پاتي شي او که دې سریله پریښوده په لوی خطر کې ځان واچوي.

ابن حجر عسقلانی (رحمه الله) وايي : دحوادثو ، اقوال او افعالو په ذکر او ثبت کې نه ښايي چې څوک په هغو خبرو باور وکړي چې افواوو او شایعي ته ورته وي ، بلکې تحقیق او تفحص پکاردی په ځانګړي ډول چې دیوه چاپه حق کې دطعن اودهغه دشخصیت دپایمال کیدوموضوع وي په دې وخت کې هرااړخیزاو ژورفکر او تحقیق ته ضرورت پیداکیږي [۵]

علامه عبدالرحمن سعدی (رحمه الله) وايي :یو له سترو تیروتنو څخه داده چې یوڅوک انساني ټولنه په محض یوه خبر او شایعي سره له خطراو بدګمانی سره مخ کوي په دې معنا چې دیو نقل قول په اوریدوسره چې صحت او کذب یې لامعلوم نوي پرهغه دتاییدمهرلګوي او همدغه نقل قول ددوستی او دوښمنی اساس اوسرچینه ګرځوي .[۶]

شایعه خورول لوی زیانونه شاته لري :

له شک پرته شایعه او افواه داقدرت لري چې منسجم صفونه متشتت اوپراګنده کړي ، یعني چې کله یوځای ته افواه ورسیږي ، یوشمیرخلک په هغه کلک باور کوي او یوشمیرنور یې تکذیب کوي ، له همدې امله خلک په دو ډلو ویشل کیږي او هره ډله دخپلې همدغې نزاع اومدعالپاره له یوبل سره مناقشي او حتی مقابلې ته رادانګي اونوري نارواوي ورسره ګډوي ، نوځکه یومسلمان ته نه ښايي چې له تأمل او پلټني پرته هغه څه چې واوري پرهغه ځای پرځای باوروکړي او بیا دخلکو په منځ دنشر او تیتولو اراده وکړي ، له دغه ناسم عمل او بې پروايي سره ارومرو دغه کس بې اعتماده او دنفرت وړ ګرځي اوهره کړنه ترپوښتني لاندي راځي ؟!

حضرت «ابو درداء» رحمه الله فرمايي : که یوڅوک په مسلمان پسي تهمت وتړي او یوداسې خبره په هغه پسي شایع کړي چې حقیقت ونلري هغه دسزا مستحق او الله دې په ورځ دقیامت کې هغه په تل پاتي عذاب کې اخته لري ، ترڅو هغه څه یې چې ویلي او تړلي دي ثابت کړي .[۷]

سرچیني

[۱ – بخاری، کتاب «الاستقراض » باب «ما ینهی عن اضاعة المال» (5/68) و کتاب «الادب»

[۲] – سنن ابی داود، کتاب «الادب» باب «التشدید فی الکذب» (4/298)

[۳] – مقدمه کتاب مسلم، باب «النهی عن الحدیث بکل ما سمع» (1/10).

[۴] عبدالله بن مبارک. «الزهد و الرقائق»، 377 ابوداود، «الادب» باب «قول الرجل زعموا» 4972

[۵] “التبرالمسبوک”، سخاوی، ص 4.

[۶] – الریاض الناضره و الحدائق النیرة الزهرة، ص (272- 273).

[۷] – بهجة المجالس و أنس المجالس (2/579).

T



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 337
بازدید دیروز : 319
بازدید هفته : 807
بازدید ماه : 2240
بازدید کل : 95861
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 337
:: باردید دیروز : 319
:: بازدید هفته : 807
:: بازدید ماه : 2240
:: بازدید سال : 7218
:: بازدید کلی : 95861